نړۍ، د وږي ۲۴ مه، بهرنۍ رسنۍ
د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون د خپل هېواد پلازمېنې پیونګ یانګ کې د روسیې د امنیت شورا سلاکار سرګي شویګو ته ډاډ ورکړی، چې د دواړو هېوادونو شمالي کوریا او روسیې ترمنځ اړیکې لکه سیاسي، اقتصادي، کلتوري او نورې هغه په چټکۍ سره د ودې په حال کې دي او هڅه کوي دغه اړیکې لا پیاوړې شي.
سرګي شویګو د سپټمبر په ۱۳مه پیونګ یانګ ته ورغلی و، چې کېم جونګ اون یې ځآنګړی ښه راغلاست او مېلمه پالنه کړې.
د یادونې وړ ده، چې دواړه هېوادونه له یو بل سره په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ تړونونه لري او دغه امریکا او ځینې نور هېوادونه په شمالي کوریا داسې شک هم لري، چې ګواکې د کېم جونګ اون تر مشرۍ لاندې دغه اټومي قدرت د اوکراین په مقابل کې روسیې ته پوځي مرستې هم لېږي.