اقتصاد

کټوازی: بنديانو ته به په شخصي لګښت سره د لېدنې پنځه خونې جوړې کړي

ګرديز باخترد زمري د میاشتې ۱۵ مه
د پکتيا والي شميم خان کټوازي د دغه ولايت له مرکزي جېل څخه د لېدنې په ترڅ کې د بنديانو ستونزې واورېدې او له دوی سره يې ژمنه وکړه چې په خپل شخصي لګښت به ورته د لېدنې پنځه معيارې خونې او څلور کېږدۍ جوړې کړي.
د باختر اژانس د  خبر له مخې، د پکتيا والي وروسته له هغې د دغو خونو د جوړولو ژمنه وکړه کله چې بنديانو ورته د لېدنې د خونو د نشتون شکايت وکړ.
والي زیاته کړه چې د بنديانو ټولې هغه ستونزې به ډيرژر حل کړی شي چې دوی ورسره مخامخ دي.
کټوازي دغه راز د جېل مسولينو ته لارښوونه وکړه چې بنديانو ته د معیاري خوړو او زده کړو لپاره زمينه برابره کړي. پای/رووفي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته