خبرونهنړۍ

کویټ کې د اورلګېدنې له امله د مړو شویو جسدونه هند ته لېږدول شوي

نړۍ، د غبرګولي ۲۶مه، بهرنۍ رسنۍ 

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې کویټ کې د پنجشنبې ورځې اورلګېدنې له امله د مړو شویو ۵۰ تنو له ډلې یې تر ۴۰ زیات د هند اتباع وو، چې جسدونه یې خپل هېواد ته لېږدول شوي دي.

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي پر دغې پېښه خواشینې ښودلې، د خپل دفتر له لوري یې د هر قرباني کورنۍ سره د ۲۴۰۰ امریکایي ډالرو د مرستې اعلان کړی.

مړو شویو کسانو کې درې نور د فېلېپین او پاتې یې د بېلابېلو هېوادونو اوسېدونکي وه.

دغه کسان په کوېټ کې د کار کولو لپاره مېشت وو، چې د پنجشنبې ورځ سهار وختي یې د اوسېدو په ودانۍ کې اورلګېدنه رامنځته او مړه شول.

۲۰۰۹ زیږدیز کال کې هم کویټ کې د اورلګېدنې له امله ۵۷ کسان هغه مهال مړه شول، چې یوې ښځې له خپل خاوند څخه د غچ اخیستلو په هدف د هغه د دویم واده پر مراسمو کې ولاړې خیمې ته اور ورکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته