کونړ کې ۴۵۰ تنه له حرفوي زده کړو فارغ شول

کابل د زمری ۹ مه، باختر
د کونړ د کار او ټولنیزو چارو ریاست مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې ۴۵۰ تنه له حرفوي زده کړو فارغ شول.
د یاد ولایت د کار او ټولینزو چارو رییس مجیب الله عمر د باختر اژانس خبریال ته ویلي، چې د یاد ولایت مرکز اسعد آباد په ګډون، په وټه پور او غازي اباد ولسوالیو کې د خوړو نړیوالې ادارې د ځان بساینې پروګرام له لارې ۴۵۰ تنو ته د مبایل جوړولو، ترکاڼي، قالین جوړونې او سلمادوزۍ په برخه کې د شپږو میاشتو حرفوي زده کړو د تر لاسه کولو وروسته فارغ شول.
نوموړي زیاته کړې، چې د یاد ولایت په نورو سیمو کې دې ته ورته نورو پروګرامونو لړۍ روانه ده، چې زرګونه تنو ته په بېلابېلو برخو کې حرفوي زده کړې ورکړل شي.
هېره دې نه وي، چې په پای کې فارغ شویو ځوانانو ته د ځايي مسوولینو له لوري د فراغت سندونه هم ورکړل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته