خبرونهټولنه

کونړ کې ۳۸۵ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې

کابل، د غبرګولي ۱۲ مه، باختر

د کونړ د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولینو د یاد ولایت په نرنګ ولسوالۍ کې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت ۳۸۵ کورنیو ته د څښاک اوبو د برابرولو خبر ورکړی دی.

د کونړ د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولینو د باخترآژانس خبریال ته ویلي چې د یاد ولایت د نرنګ ولسوالۍ په لمټک سیمه کې د ډانیډا موسسې په مالي ملاتړ د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوه شبکه جوړه او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده.

سرچینې ویلې چې د یادې شبکې په جوړېدو سره د هغې سیمې ۳۸۵ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي.

هېره دې نه وي، چې یاد ریاست به په نږدې ورځو کې د یاد ولایت په ۴ ولسوالیو کې هم ورته پروژې پلې کړي چې ترې سلګونه وګړي به ترې ګټه پورته کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته