کونړ کې ۲۶ ټنه تاریخ تېره درمل او خوراکي توکي وسوځول شول
کابل، د لېندۍ ۱۳مه، باختر
د کونړ د عامې روغتیا ریاست مسوولینو په دغه ولایت کې د ٣.١ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۲۶ ټنه تاریخ تېره او بې کیفیته درملو، خوراکي توکو او مشروباتو د راټولولو او د له منځه وړلو خبر ورکړی دی.
د یاد ولایت د عامې روغتیا رییس قاري مظفر مخلص باختر آژانس ته وویل دغه توکي چې په کې ۳۵۱ ډوله بېلابېل درمل، خوراکي توکي او مشروبات شامل وو، د یو ګډ کمیسیون په همکارۍ راټول او وسوځول شول.
هغه له سوداګرو وغوښتل، چې د خلکو د ژوند د خونديتوب لپاره هېواد ته د بې کیفیته او تاریخ تېرو درملو او خوراکي توکو له واردولو ډډه وکړي.
د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، چې په راتلونکي کې به هم د بې کیفیته توکو او درملو د مخنیوي لپاره جدي ګامونه پورته کړي.