خبرونهټولنه

کونړ کې ۲۵ کلنې دښمنۍ ته د پای ټکی کېښودل شو

کابل، د زمري ۱۷ مه، باختر

د کونړ ځايي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې یې د ۳ کلیو د ولسونو ترمنځ ۲۵ کلنې دښمنۍ ته د پای ټکی ایښی دی.

د کونړ والي مولوي قدرت الله ابو حمزه د باخترآژانس خبریال ته ویلي چې د یاد ولایت د وټه پور ولسوالۍ د څانګار، ګجګل او کټار قلا ولسونو ترمنځ د سړک پر سر رامنځته شوې ۲۵ کلنه دښمني د یاد ولایت د علماوو شورا په هڅو او منځګړيتوب د یوې جرګې له لارې حل شوه.

ورته مهال د سیمې ځايي اوسېدونکو د کونړ له والي څخه مننه کړې، چې په پوره اخلاص یې د یادې شخړې په حلولو کې مرسته کړې ده.

د یادونې وړده، چې د اسلامي امارت په واکمنېدو سره د هېواد د بېلا بېلو قومونو ترمنځ خپل منځي شخړې او دښمني په دوستۍ بدلې شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته