کونړ کې یوه لومړني ښوونځي ته نوې ودانۍ جوړه شوه
کابل، لړم ۲۲مه، باختر
د کونړ ولایت د پوهنې ریاست مسوولین وايي، چې د حداد فرهاد کلتوري مرکز له خوا په خاص کونړ ولسوالۍ کې د دوه میلیونه افغانیو په لګښت یوه لومړني ښوونځي ته ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
نوموړي زیاته کړه د کونړ د پوهنې رئیس محب الله حیدري ویلي چې دغه ښوونځی یوه اداري خونه او ۸ درسي خونې لري چې د بهر مېشتو افغانانو په مالي ملاتړ جوړ شوی دی.
نوموړي زیاته کړه چې د دغه ښوونځي له لارې لسګونو زده کوونکو ته د زده کړو لپاره مناسب چاپېریال برابر شوی دی.
د یادونې وړ ده، چې د حداد فرهاد کلتوري مرکز په بېلابېلو ولایتونو کې د ښوونځیو د جوړولو پروژې پر مخ وړي، تر څو په زیاتو سیمو کې د زده کړو اسانتیاوې رامنځته شي او ماشومانو ته د تعلیم فرصتونه برابر شي.