کونړ کې د ۸ کیلومتره فرعي سړک د جوړولو چارې پيل شوې

کابل، د لېندۍ ١٢مه، باختر
د کونړ د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولايت د شلتن ولسوالۍ په بیر سیمې کې د ۸ کیلومتره فرعي سړک د جوړولو چارې پیل شوې دي.
سرچینې باختر اژانس ته ویلي، چې د دې سړک په جوړېدو سره به د سیمې اوسېدونکو د تګ راتګ ستونزې هوارې شي.
د سیمه ییزو مسوولینو په وینا، د دې پروژې چارې به د شپږو میاشتو په موده کې بشپړې شي، چې په کې د سیمې ګڼو خلکو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.
باید وویل شي، چې د دغې پروژې لګښت د خوړو نړیوال پروګرام له لوري ورکول کېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته