کابل د وږي ۲۵مه، باختر
د کونړ ولایت د پوهنې ریاست مسوولینو د دغه ولایت په څوکۍ ولسوالۍ کې د ۱۱ میلیونه افغانیو په لګښت یوه ښوونځي ته د ودانۍ جوړولو چارو د پیل کېدو خبر ورکړی دی.
د یاد ولایت د پوهنې رییس مولوي محب الله حیدري د باختر آژانس خبریال ته ویلي، چې د کونړ په څوکۍ ولسوالۍ کې د جاپان هېواد او د سیمې خلکو په مالي ملاتړ د ۱۱ میلیونه افغانیو په لګښت یوه ښوونځي ته د ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې دي.
نوموړي زیاته کړې، چې یاد ښوونځی به څلور تدریسي او دوه اداري خونې لري، چې چارې به یې د ۸ میاشتو په موده کې پای ته ورسېږي.
ورته مهال د یادې سيمې اوسېدونکي د یاد ښوونځي په جوړولو خوښي ښودلې او په راتلونکي کې له دولت څخه په نورو سیمو کې د ورته نورو ښوونځيو د جوړولو غوښتنه کړې ده.