کونړ کې د یوه استنادي دېوال د جوړولو چارې بشپړې شوې

کابل، د سلواغې لومړۍ نېټه، باختر
د کونړ ولایت د پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست مسوولین وایي، چې په سرکاڼو ولسوالۍ کې د ۳.۳ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه استنادي دېوال د جوړولو چارې بشپړې شوې دي.
د یاد ریاست رییس قاري ثابت الله باختر اژانس ته وویل، چې یاد دېوال ۱۹۸ متره اوږدوالی لري او د دې پروژې په بشپړېدو سره به ۱۸۰۰ کورنۍ د سېلابونو له ګواښ څخه خوندي شي.
ورته مهال د یادې ولسوالۍ اوسېدونکي د دغه دېوال په جوړېدو خوښي څرګندوي او په راتلونکي کې هم د ورته نورو پروژو د پلې کولو غوښتنه کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته