خبرونهورزش

کونړ کې د کرېکټ سیالۍ د شيګل لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې

کابل، د چنګاښ ۱۶ مه، باختر

د کونړ د بدني روزنې او سپورټ آمریت مسوولینو د یاد ولایت په مرکز اسعداباد کې د کرېکټ د پیل شویو سیالیو د پای خبر ورکړی دی.

د یاد ولایت د ځوانانو چارو آمر مولوي شاه محمد ذوالفقار د باختر آژانس خبریال ته وویل، چې په دغو سیالیو کې ۴ لوبډلو برخه اخیستې وه، چې په پایلوبه کې د شیګل او څوکۍ لوبډلې ترمنځ لوبه ترسره شوه، چې د شیګل لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ کې سیالې لوبډلې ته په ټاکلو شلو اورونو کې د ۱۹۰ منډو هدف وټاکه، مقابلې لوبډلې د ټولو لوبغاړ په سوځېدو ۱۸۰ منډې جوړې کړې او د ۱۰ منډو په توپیر یې شیګل لوبډلې ته لوبه وبایلله او پدې سره شیګل لوبډلې د یادو سیالیو اتلولي خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه ځوانان ورزش ته هڅول ښودل شوي دي. 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته