کابل د زمري ۱۳ مه، باختر
د کونړ په شیګل ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ له ۲۷ کلنه دښمنۍ وروسته روغه وشوه.
د یاد ولایت د استیناف محکمې رییس مولوي عزیزالرحمن یاسر د باختر اژانس خبریال ته ویلی، چې د یاد ولایت په شیګل ولسوالۍ کې د محمد داوود او محمد هاشم کورنیو ترمنځ له ۲۷ کلنې دښمنۍ وروسته روغه وشوه.
هغه زیاته کړې چې په دغو کلونو کې دواړو لوریو ته مرګ ژوبله اوښتې او اوسمهال د یاد ولایت د سیمه ییزو مسوولینو له لوري ورته د پای ټکی کېښودل شو.
دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت په بیا واکمنېدو سره د هېواد د بېلابېلو قومونو ترمنځ خپل منځي شخړې او دښمني په دوستۍ بدلې شوې دي.