کونړ؛ ګران بیه ډبرې د څه باندې ۴۱ میلیونه افغانیو په لګښت وپلورل شوې

کابل، د مرغومي ۲۶مه، باختر
د کونړ ولایت ځایي مسوولین وایي، چې د دې ولایت یوه اندازه ګران بیه ډبرې( بیروج) د بولۍ له لارې د ۴۱.۳ میلیونه افغانیو په ارزښت پلورل شوې دي.
په کونړ کې د بولۍ په جوړو شویو مراسمو کې د کانونو او پټرولیم وزارت د پلان او پالیسي مرستیال شیخ الحدیث ضیاالرحمن الاریوبي وویل چې د سوداګرو ستونزې به له لوړ پوړو چارواکو سره شریکې کړي او ډېر ژر به د دغو ډبرو د قانوني صادراتو اسانتیاوې هم برابرې کړي.
نوموړي ټینګار وکړ، چې اسلامي امارت د سوداګرو د ملاتړ او اقتصادي پرمختګ لپاره ژمن دی او د ستونزو د حل په برخه کې به اړینې هڅې ترسره کړي.
د ګران بیه ډبرو سوداګر ایمل خان باختر اژانس ته څرګنده کړه، چې د دې پلورل شویو ډبرو له عوایدو لس سلنه د دولت خزانې ته سپارل کېږي.
ایمل خان د اسلامي امارت له چارواکو څخه غوښتنه وکړه، چې د کانونو د استخراج لپاره د اړینو توکو د برابرولو په ګډون، د دغو ډبرو نورو هېوادونو ته د صادرولو لپاره اسانتیاوې رامنځته کړي او د دوی د ستونزو د حل لپاره ګټور اقدامات وکړي.
د یادونې وړ ده، چې د ګران بیه ډبرو ځانګړی مارکیټ هم تېره ورځ د کونړ ولایت په اسعد اباد ښار کې پرانیستل شو.
د ځايي مسوولینو په وینا د دغو ډبرو پلور او د ځانګړي مارکیت پرانیستل د اقتصادي ودې لپاره یو مهم ګام بلل کېږي، چې د دولت د عوایدو زیاتوالي او د سیمې د خلکو د اقتصادي حالت ښه کولو لپاره به اغېزمن تمام شي.