کونړ؛ لرې پرتو سیمو کې خلکو مخابراتي خدمتونو ته لاس وموند

کابل د مرغومي ۱۸مه، باختر
د کونړ ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په لرې پرتو سیمو کې خلکو مخابراتي او معلوماتي خدمتونو ته لاس رسي موندلی دی.
د یاد ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رییس مولوي عبدالولي مارشال باختر اژانس ته ویلي چې د مخابراتو وزارت او خصوصي سکټور له خوا په تېرو دوو کلونو کې په دغه ولایت کې په مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ نږدې ۲۰۰ میلیونه افغانۍ پانګونه شوې، چې له جملې یې د خصوصي سکتور له خوا د څه باندې ۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت پنځه سایټونه او مخابراتو وزارت په مالي همکارۍ درې سایټونه فعال شوي او د ۲۳ نورو سایټونو د جوړولو چارې دوام لري.
نوموړي زیاته کړې، چې د انټرنټ په برخه کې هم د ولسوالیو 2G خدمتونه 3G ته اوښتي او د یو شمېر ولسوالیو په ګډون مرکز کې خلک له 4G خدمتونو ګټه اخلي.
یادونې وړ ده، چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له خوا د TDF لسمې پروژې څخه کونړ کې د ۱۸۲ میلیونه افغانیو په ارزښت په ۲۳ سایټونو کار پیل شوی، چې په بشپړېدو سره به یې د دې ولایت نوي سلنه سیمې د مخابراتي پوښښ لاندې راشي.