کونړ؛ د ۶۳ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو ویجاړو پلونو د بیارغولو چارې پیل شوې

کابل، د مرغومي ۲۶ مه، باختر
د کونړ ولایت د ټولګټو چارو ریاست مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې د ۶۳ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو ویجاړو شويو پلونو د بیارغولو چارې پيل شوې دي.
د کونړ د ټولګټو چارو رییس قاري معاذ وایي چې د پشد او زیړي بابا دوه پلونه چې پخوا نړېدلي وو، د اسلامي امارت له لوري یې د بیارغولو چارې د ۶۳ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.
ښاغلي معاذ زیاته کړې چې د پشد پل د ۱۳۰ متره په اوږدوالي او ۵ متره سور سره او د زېړي بابا پل د ۲۳۰ متره په اوږدوالي او ۵ متره سور سره رغول کېږي، چې چارې به یې د یوه کال په موده کې پای ته ورسېږي.
ورته مهال د کونړ والي مولوي قدرت الله ابوحمزا وايي، چې د دغو پلونو په جوړېدو سره به د سیند دواړو غاړو ته د مېشتو خلکو د تګ راتګ ستونزي هوارې شي.
د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت په حاکمیت سره په ټول هېواد کې د رغولو او بیارغولو چارې په چټکۍ سره روانې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته