کونړ؛ د سوداګرۍ او پانګونې خونې د غونډو تالار جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

کابل، د سلواغې ۳ مه، باختر
کونړ کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې له خوا د ۲.۲ میلیونه افغانیو په لګښت د غونډو تالار جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د یاد تالار د پرانیستي په مراسمو کې د کونړ والي مولوي قدرت الله ابو حمزه د هېواد اقتصادي ثبات ټینګښت په برخه کې د خصوصي سکټور هڅې د قدر وړ وبللې.
د کونړ د سوداګرۍ او پانګونې خونې تجارتي مرستیال خیر الدین مایل، د نړیوالو اړیکو رییس سید جاوید برهان او د مدیره هیئت غړي خان جان الکوزي د کانونو، ترانزیټي لارو، برېښنا تولید فرصتونو، د لرګیو څخه جوړېدونکو ودانیزو او زینتي توکو، کورني تولیداتو او پیاوړتیا په اړه د څرګندونو ترڅنګ د سوداګرۍ او پانکونې پراختیا په برخه کې د همکاریو ډاډ ورکړ.
د غونډې په پای کې د علماوو شورا رییس مولوي عبدالقهار صدیقي دغه ولایت ته د سوداګرۍ او پانګونې خونې د زیاتې پاملرنې غوښتنه یې وکړه.