کابل باختردوري دمياشتې ٢٢ :
کوريا نن دابن سينا له عاجل روغتون سره دشلوزرو امريکايي ډالرو په ارزښت ددرملو مرسته وکړه.
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې، دابن سينا دعاجل روغتون رييس باختراژانس ته وويل، په دغو مرستو کې ډول ډول درمل شته چې دکوريا سفارت له خوا له دغه روغتون سره مرسته وشوه.
ده زياته کړه: په ٢٠١٠ کال کې کوريا ددوه سوه شلوزرو امريکايي ډالرو په لګښت ددغه روغتون ودانۍ ورغوله دکوريا سفير وويل چې په راتلوونکي کې به په نورو برخو کې له دغه روغتون سره مرستې وکړي.
دغه روغتون په ١٣٤٠ کال کې جوړشوى دى اوشپږڅانګې لري .