خبرونهسیاستTOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

کورنۍ امارتي مسئلې؛ هر څه د نړیوالو په خوښه نه شي کېدلی

کابل، د وږي ۱۳مه، باختر 

تبصره

درې کاله کېږي، چې د نړۍ ځینې هېوادونه د افغانستان په چارو کې د لاسوهنې هڅه کوي، خو په دې نه پوهېږي، دا هېواد ولس د اولس په لاس کې ده او ولس بیا خپل زمامداران داسې کسان ټاکلي، چې د افغانانو په منځ کې زېږېدلي، راولوی شوي، اوسېدلي  او په هر غم او ښادۍ کې یې له افغانانو سره ځانونه شریک ګڼلي دي.

لکه څنګه چې د نړۍ د نورو هېوادونو په چارو کې د افغانستان اسلامي امارت ته د لاسوهنې اجازه نشته دغه راز د افغانانو په حکومت، ژوند او چارو کې هم بهرني نه شي کولی لاسوهنه خو پرېږده؛ ان نظر هم ورکړي.

نړیوال یواځې په هغو مواردو کې لاسوهنه او نظر ورکولی شي، چې ګټې او زیانونه یې د ټولې نړۍ شریک وي او په هغو مواردو کې چې هېوادونو پورې یې ګټې او زیانونه محدود وي، د لاسوهنې حق نه لري.

که د لاسوهنې خبره وي، نو د نړۍ د مسلمانانو په ځانګړې توګه د افغانستان د خلکو خوښه نه ده، چې امریکایي پوهنتونونو کې دې انجونې او هلکان ګډې زده کړې وکړي او یا خو دې ښځه هرو مرو د ځان لپاره په نفقه پیدا کولو مجبوره کړای شي او یا خو مسلمانان په خاصه توګه افغانان دا نه خوښوي، چې مور او پلار دې په بوډا توب کې د زړو خلکو اوسېدو ځای ته ولېږل شي، خو دغه ډول کړنې په نورو هېوادونو کې په داسې مهال کېږي، چې مسلمانان یې سخت مخالف دي، خو لاسوهنه په کې نه شي کولی.

نو دغه ډول افغانان هم خپل مذهبي، کلتوري او نور ارزښتونه او کورنۍ مسئلې لري، چې نړۍ باید ورته درناوی وکړي او د لاسوهنې هڅه ونه کړي.

هو که کومه داسې مسئله وي، چې افغانستان کې ترسره کېږي او زیان او ګټه یې نړۍ ته رسېږي، نو کولی شي له قانوني لارو خپل نظر څرګند کړي او یاده موضوع وڅاري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته