کابل، د وږي ۶مه، باختر
د امارتي ادارو د يو کلنو لاسته راوړنو تشرېح پروګرام په دوام، د کورنیو چارو وزارت مسئولینو نن د دغه وزارت د تېر یوه کال مهم فعالیتونه او لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکې کړې.
د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ په همدې مناسبت د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې جوړه شوې غونډه کې، د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال مولوي محمد نبي عمري، په تېر یوه کال کې د دغه وزارت د مهمو فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل: “پولیس په هېواد مین هغه ژمن ځواک دی چې په ټولنه کې یې شتون د هېوادوالو د روحي او فزیکي سکون لامل ګرځي او په هر راز ښو او سختو شرایطو کې د هېواد او هېوادوالو په خدمت کې دي.”
عمري زیاته کړه چې تېر کال د ملي پولیسو د دوامداره او نه ستړې کېدونکو هڅو په پایله کې د هېواد په کچه، لوی مذهبي مراسم، غونډې او ملي او مناسبتي ورځې په بشپړ امنیت کې ترسره شوې چې هېوادوالو په پوره ډاډ سره پکې ګډون وکړ.
هغه د تېر کال په بهیر کې د کورنیو چارو وزارت د سرپرست خلیفه سراج الدین حقاني یو لړ مهمو ولایتي سفرونه ته په اشارې وویل چې د دغو سفرونو اساسي موخه د سیمه ییزې حکومتولۍ او سیمه ییزو مسئولینو د کارونو ارزونه، ستونزو ته رسیدګي، له خلکو سره د ارتباط او ګډ کار فرهنګ پیاوړتیا، د ورونو قومونو او ملیتونو ترمنځ په اسلامي او ورورګلویزه توګه د مخکېنیو ناخوالو او زړه بدیو حل کول وو.
دغه راز د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع، د دغه وزارت مهمې لاسته راوړنې شریکې کړې او ویې ویل چې د هېواد د امنيتي ځواکونو د نه ستړي کېدونکو هڅو په پايله کې، د ۱۴۰۱ مالي کال په نسبت، تېر کال په هېواد کې د جرايمو کچه ۳۰ سلنه راټيټه شوې او د پولیسو کشفي ځواکونو توانېدلي چې د جرایمو په کشف کې ۹۰.۱ سلنه پرمختګ ولري.
قانع زیاته کړه چې په تېر یوه کال کې د انسان تښتونې د ۳۸ پېښو په اړه پولیسو ته خبر ورکړل شوی او امنیتي ځواکونو یې پر وړاندې ۲۵۰ عملیات ترسره کړي چې په پایله کې یې ۷۶ انسان تښتوونکي نیول شوي او ۳۴ ته نور یې له امنیتي ځواکونو سره په نښتو کې وژل شوي دي.
د هغه په وینا، په یاده موده کې ۳۶۴۳ ټنه بېلابېل نشه یي توکي کشف او ترلاسه شوي، د نشه یي توکو، الکولي مشروباتو او نشه يي ټابلېټونو د تولید او پروسس ۷۹۰ کارخونې له منځه وړل شوې، ۱۰ زره ۵۶۴ مشکوک کسان نیول شوي، شاوخوا ۲۸ زره روږدي کسان د درملنې مرکزونو ته معرفي شوي او دغه راز ۱۷ زره ۶۵۱ هکټاره ځمکه د کوکنارو له کرکيلې پاکه شوې ده.
د مفتي قانع د معلوماتو له مخې؛ په تېر يوه کال کې ۲۰ زره ۵۱۵ تنه د افسرۍ او ۱۵ زره ۶۰ تنه د ساتنمنۍ په بستونو کې ګومارل شوي او ۳۵ زره ۵۸۴ سرتېري هم د امنیتي ځواکونو په لیکو کې جذب شوي دي.
همدا رنګه ۱۹۵ تنه د زده کړو لپاره له هېواده بهر ته استول شوي او له هېواده بهر ۲۶ محصلین د خپلې تحصیلي دورې له بشپړولو وروسته هېواد ته راستانه شوي دي.
د یاد وزارت د ویاند د معلوماتو له مخې؛ په یاده موده کې ۲۸ زره ۹۸۳ بېلابېل غیر فعال وسایط او ۷۴۰ ډول ډول وسلې ترمیم شوې، د ۹۳ تدارکاتي پروژو له جملې څخه د ۴۷ پروژو چارې بشپړې شوې او د هېواد په هوایي ډګرونو کې د يو میلیون ۹۵۰ زره ډالرو، ۸۴۵ زره یورو، څلور میلیونه ۸۳۰ زره سعودي ریال او ۱۰۰ زره درهمو د قاچاقو مخنیوی شوی دی او د دغو قضیو په تړاو ۵۹۱ تنه نیول شوي دي.
مفتي قانع وویل چې په تېر يوه کال کې ۲۵ زره ښاري او اطرافي ټکسي نقلیه وسایط رنګ شوي؛ يو ميليون ۷۵۴ زره پاسپورټونه د پاسپورټ غوښتونکو ته وېشل شوي او ۵۰۰ زره د ښي لاس نقليه وسايط په سيسټم کې ثبت شوي دي چې له دې جملې ۲۵۰ زرو ته يې موقت پلېټونه وېشل شوي دي.
همدا رنګه، د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ په دلیل، څلور زره ۲۷۸ ترافیکي پېښې رامنځته شوي چې په امله یې ۲۰۰۱ تنه وژل شوي او پنځه زره ۹۹۶ تنه ټپيان شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت د مسئولنیو د معلوماتو له مخې؛ په ۱۴۰۲ مالي کال کې د هېواد په کچه د اور اخیستنې ۱۹۷۵ پېښې رامنځته شوي چې له امله یې درې میلیارده ۲۰۴ میلیونه افغانۍ او ۵۷۴ میلیونه ډالر هېوادوالو ته زیان اوښتی او دغه راز د اور وژنې پولیسو توانېدلي چې د یو میلیارده ۱۰۰ میلیونه افغانیو او ۲۷ میلیونه ډالرو په ارزښت د هېوادوالو مالونه له اور څخه وژغوري.
د یادونې وړ ده چې د کورنیو چارو وزارت تېر کال د خدماتي برخو (عامه ساتنې، پاسپورټ، د وسلو جوازونو، زغره والو وسایطو او ښکاري وسلو د توریدي شرکتونو) له درکه ۱۳ میلیارده ۴۷۱ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي او د دولت خزانې ته یې سپارلي دي.