خبرونهامنیتTOP

کورنیو چارو وزارت، په شخصي وسایطو د دولتي هارنونو، اشارو او نورو دولتي نښو لګول منع اعلان کړل

کابل، د کب ۱۷مه، باختر

د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت ویلي چې له دې وروسته هېڅوک نه شي کولی په شخصي وسایطو کې د دولتي هارنونه، اشارې او نورې دولتي نښې ولګوي.

دغه وزارت زیاته کړې چې د اسلامي امارت د مشرتابه عالي مقام د ۱۵۲ ګڼې فرمان پر بنسټ او د کورنیو چارو وزارت د مشرتابه د هدایت له مخې د شخصي موټرونو خاوندانو ته خبر ورکول کېږي چې په شخصي وسایطو کې د دولتي هارنونو، اشارو او نورو دولتي نښو له لګولو څخه ډډه وکړي.

سرچینې زیاته کړې چې په دې برخه کې به له سر غړوونکو سره قانوني چلند کېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته