نړۍ

که پاکستان د تروريزم پرضداقدام ونه کړي مالي تعزيرات پرې لګول کيږي

د فوربس خپرونه باختر د کب دمياشتې  ١٠ :
د دوو خبري منابعو د څرګندونوله  مخې، د مالي اقدام ډلې يا (اف اې  ټې اف )  د پاکستان په وړاندې د احتمالي تعزيراتو د وضع کولو خبر ورکړى دى.
د فوربس خپرونې په يوه نوي رپوټ کې ليکلي دي چې د مالي اقدام ډلې د اوو صنعتي هېوادونو يا ( جي-٧)  پاکستان ته خبردارى ورکړى دى : که په راتلوونکو دريو مياشتوکې ونه شي کړاى د تروريزم په وړاندې لازم اقدامات ترسره کړي؛  د دې احتمال شته چې دغه هېواد د نړيوالې بانکوالۍ په يوه ممنوعه ساحه بدل شي.
د امريکا متحده ايالات، کاناډا،  فرانسه، جرمني، ايټاليا، جاپان او بريټانيا  د دغه بنسټ غړي دي چې هر کال په بېلابېلو مسئلو له هغه جملې څخه د نړۍ په اقتصاد، نړيوال امنيت  او د انرژۍ په پاليسۍ بحث کوي.
د هندايکونوميک ټايمز خپرونې هم  دغه شان يو رپوټ خپور کړى دى.
د هندي خپرونو د څرګندونوله مخې: د مالي اقدام ډلې په خپل درې مياشتني خبرداري کې له پاکستان څخه غوښتي دي چې د لازمو اقداماتو په ترسره کولو سره وښيي چې د دعوت الدعوه، جيش محمد او په هغو پورې اړوندو ډلو دتمويلولو لارې يې بندې کړې دي .
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د دغې موضوع په اړوند د نظر له ورکولو څخه  ډډه کړى دى .     
د مالي اقدام د ډلې د انترنټي سايټ دمعلوماتوله مخې، تېره اوونۍ د غړو هېوادونو استازوپه بېلابېلو مواردوکې له هغې جملې څخه د فرانسې په پايتخت پاريس کې د تروريزم د تمويلولو په وړاندې د مبارزې په خاطر خبرې وکړې.
دغه راز دوى وويل چې ډاډ ترلاسه شي ترڅو د مالي اقدام د نړيوالې شبکې ټول هېوادونه په بيړې سره د تروريزم د تمويولو د منابعو او ټولړ لارو چارو په باب په  موثر ډول اقدامات ترسره کړي.
د مالي اقدام ډلې يا  ( اف اې ټې اف) يو بين الحکومتي بنسټ دى چې په  ١٩٨٩ کال کې جوړ شوى دى.
د دغه بنسټ اصلي دنده د معيارونو ټاکل او د قانوني، موثرو، نظارتي او عملياتي اقداماتو اجرا کول دي چې د پيسو د مينځلو په وړاندې مبارزه، د تروريستانو مالي تمويل او دغه راز نور خطرونه چې د نړيوال مالي سيستم يو والى له  ګواښ سره مخامخ کوي.
دغه  نړيوال بنسټ  د هند، ترکيې ، چين ، متحده  ايالاتو، بريټانيا، فرانسې او جرمني په  ګډون  ٣٧  غړي  لري   .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته