که غوښتنې يې ونه منل شي لاريون ته به دوام ورکړي

لښکر ګاه باختر د وري د مياشتې ١١ مه تر څو چې يې دولت او وسله وال طالبان د دوه ورځني اوربند غوښتنه ونه مني اعتصاب به يې دوام ولري. دغه څرګندونې په هلمند ولايت کې پرلت کوونکو له چارواکو سره په کتنه کې وکړې. پرلت کوونکو وویل: اوس يې د نه خوړلو اعتصاب کړی او تر څو چې يې دولت او وسله وال طالبان د دوه ورځني اوربند غوښتنه ونه مني اعتصاب به يې دوام ولري. په همدې حال کې د دولت په استازیتوب د هلمند د والي مرستيال مجاهدالله صفاري او د نظامي شورا غړو پرلت کوونکو ته ډاډ ورکړ چې حکومت د سولې په اړوند د هرو هغو بین الافغاني هڅو ملاتړ کوي، چې له مخې يې سوله رامنځته کېږي. دوى وويل: موږ ستاسو د اعتصاب او پرلت درناوی کوو او په دې توګه مو د اوربند غوښتنې ته هم لبیک وایو. مسوولينو زياته کړه، که وسله وال طالبان غواړي ستاسو په منځګړیتوب مذاکرات او اوربند وکړي ،حکومت بې له قید او شرطه خبرو اترو ته چمتو دى. د يادونې وړ ده چې د هلمند ولايت په مرکز لښکرګاه ښار کې د وروستي تروريستي بريد څخه يوه ورځ وروسته يو شمېر ځوانانو او ولسونو، چې له جګړې او ترهګرۍ څخه په تنګ راغلي د سولې يوه خېمه ولګوله چې موخه يې له دواړو خواوو څخه د سولې غوښتنه ده.پاى _ وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته