خبرونهټولنه

کندهار کې ۸۰ کورنیو ته د څښاک اوبو برابرې شوې

کابل، د تلې ۲مه، باختر 

د کندهار ولایت په پنجوايي ولسوالۍ کې د یوې شبکې په جوړېدو سره ۸۰ کورنیو ته څښاک اوبه برابرې شوې دي.

سرچینې باختر آژآنس ته ویلي چې د یاد ولایت د پنجوايي ولسوالۍ په سالګزو کلې کې د میډر موسسې په مالي ملاتړ د ۴.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوې شبکې په جوړېدو سره ۸۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي.

د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې هم د یاد ولایت په نورو ولسوالیو کې ورته د اوبو رسولو شبکې جوړې شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته