خبرونهټولنه

کندهار کې ۲۴۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې

کابل د تلې ۱۶مه، باختر

د کندهار ولایت په پنجوایي ولسوالۍ کې د ۵.۲ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوې شبکې د جوړېدو چارې پیل شوې دي.

د یاد ولایت د اقتصاد رییس د باختر آژانس خبریال ته ویلي، چې د یاد ولایت په پنجوایي ولسوالۍ کې د مېډر موسسې په مالي ملاتړ د ۵.۲ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د يوې شبکې په جوړېدو سره د سیمې ۲۴۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرېږي.

ورته مهال د یادې ولسوالۍ اوسېدونکو د یادې شبکې په جوړېدو خوښي ښودلې او په راتلوونکي کې یې له دولت څخه د ورته نورو پروژو د پلي کېدو غوښتنه کړې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته