کندهار کې یو کوچنی بند جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

کابل، لړم ۲۱مه، باختر

د کندهار ولایت د سپين بولدک ولسوالۍ د لوی کارېز په سیمه کې د ۲.۲ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه کوچني بند د جوړولو چارې بشپړې شوې دي. 

د یاد ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د طبعي سرچینو آمریت انجنیر روح الله روحاني د باختر آژانس خبریال ته ویلي، چې دغه بند ۹۳ متره اوږدوالی او ۴ متره لوړوالی لري، چې د ۴۰ زره متره مکعب اوبو ذخیره کولو ظرفیت لري.

یاد بند به د ژمي اورښتونو اوبه ذخیره کړي، چې په پایله کې به یې د بولدک ولسوالۍ د مځکې لاندې اوبو سطحه ورسره لوړه شي او دې سره به د سیمي د زرګونو بزګرانو او مالدارانو لپاره د اوبو دوامداره او خوندي لاسرسی ممکن شي.

د سپين بولدک ولسوالۍ اوسېدونکو د دې پروژې په پلي کېدو خوښي څرګنده کړې او له دولت څخه یې غوښتنه کړې، چې په نورو ولسوالیو کې هم ورته پروژې پلې کړي، تر څو د اوبو ذخیره کولو او د کرنې ودې ته لا زمینه برابره شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته