کندهار کې لسګونه روږدي کسان د درملنې په موخه راټول کړل شوي
کابل، د لېندۍ ۶ مه، باختر
د کندهار ولایت امنیتي مسوولینو د یاد ولایت د مرکز او یو شمېر ولسوالیو له بېلا بېلو سیمو څخه پرنشه يي توکو د ۷۲ روږدو کسانو د راټولېدو خبر ورکړی دی.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي اسد الله جمشید باخترآژانس ته ویلي، چې په تېره یوه اوونۍ کې د یاد ولایت د نشه يي توکو پروړاندې د مبارزې مدیریت له بېلا بېلو سیمو څخه په نشه يي توکو اخته ۷۲ روږدي کسان راټول او د درملنې په موخه روغتیايي مرکزونو ته ورپېژندلي، چې له بشپړې درملنې وروسته به خپلو کورنیو ته وسپارل شي.
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم په دغه ولایت کې په نشه یي توکو لسګونه اخته کسان راټول او له درملنې وروسته یې خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.