کابل، د وږي ۶مه، باختر
د کندهار د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د دغه ولایت د ښار او ولسوالیو له بېلابېلو سیمو څخه د ۱۳۳ روږدو کسانو د راټولو خبر ورکړی دی.
د یاد ولایت د امنيه قوماندانۍ وياند مولوي اسدالله جمشيد د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته ویلي، چې په تېره یوه اوونۍ کې د یاد ولایت له ښار او ولسوالیو څخه ۱۳۳ تنه په نشه یي توکو روږدي کسان راټول کړي او د درملنې په موخه یې د یاد ولایت مرکزي روغتون لېږدولي دي.
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم په دغه ولایت کې په نشه یي توکو لسګونه اخته کسان راټول او له درملنې وروسته یې خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.