کندهار کې د ۳۵۰ زره ډالرو په لګښت ۳۰ ښوونځي بیارغول کېږي
![20241210 172059 0000](http://www.bakhtarnews.af/wp-content/uploads/2024/12/20241210_172059_0000-720x470.png)
کابل, د لېندۍ ۲۰ مه, باختر
د کندهار ولایت سیمه ییزو مسوولینو د دغه ولایت په مرکز او ۵ ولسوالیو کې د ۳۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د ۳۰ ښوونځيو د بیارغولو چارو د پیل کېدو خبر ورکړی دی.
د یاد ولایت د اقتصاد ریاست د مطبوعاتو مسوول کمال شاه سادات باختر آژانس ته ویلي چي دغه ښوونځي د ماشوم ساتنې نړیوالې مؤسسې په مالي ملاتړ د ۳۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د کندهار ښار تر څنګ په ډنډ، پنجوايي، ارغنداب، تخته پُل او شاولیکوټ ولسوالیو کي د راتلوونکو ۸ مياشتو په موده کې رغول کېږي.
سادات زیاته کړې چې د یادو ښوونځیو په بیارغولو سره به ۴۴ زره زده کونکو ته په ښه او مناسب چاپیریال کې د زده کړو زمینه برابره شي.