خبرونهاقتصادټولنه

کندهار کې د ۲۵۰ پسونو د قاچاق مخه ونیول شوه

کابل، د غبرګولي ۱۶ مه، باختر

د کندهار د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو له یاد ولایت څخه بهر ته د ۲۵۰ پسونو د قاچاقو د مخنیوي خبر ورکړی دی.

د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مطبوعاتي مسوول مطیع الله سعیدي د باخترآژانس خبریال ته ویلي چې امنیتي ځواکونو د یاد ولایت د شورابک ولسوالۍ اړوند شربت سیمه کې د  ۲۵۰ پسونو د قاچاق مخه نیولې, چې له هېواده بهر ته لېږدول کېدل.

هېره دې نه وي چې تېره اوونۍ هم د یاد ولایت په شورابک ولسوالۍ کې د ۹۴۰ پسونو د قاچاق مخه نیول شوې وه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته