خبرونهټولنه

کندهار کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل، د غبرګولي ۱۲ مه، باختر

د کندهارامنیتي مسوولینو په یاد ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له کبله ۲۴ تنو ته د مرګ ژوبلې د اوښتو خبرورکړی دی.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي اسدالله جمشید د باخترآژانس خبریال ته ویلي چې یاده پېښه د کندهار- هرات پرلویه لار میوند ولسوالۍ کې له یوه زرنج سره د ټيلر موټر د ټکر له امله رامنځته شوې ده چې په پایله کې یې ۳ تنه مړه او ۲۱ تنه نورټپیان شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې د پېښې ټپیان د درملنې په موخه  روغتون ته لېږدول شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته