خبرونهاقتصاد

کندهار کې د یوه کانال د جوړېدو چارې بشپړې شوې

کابل د تلې ۱۰مه، باختر

په کندهار ولایت کې د څه باندې ۱۰۰زره امریکایي ډالرو په لګښت د یوه کانال د جوړېدو چارې بشپړې شوې دي.

د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې د (یو. ان. ډي. پي) موسسې په مالي ملاتړ د ۱۰۶ زره امریکایي ډالرو په لګښت د یوه کانال د جوړېدو چارې بشپړې شوې دي.

سرچینې باختر آژانس ته ویلي چې د یاد ولایت په سپین بولدک، تخته پل او شاه وليکوټ ولسوالیو کې د همکارو مؤسسو په همکارۍ د کانالونو د جوړېدو تر څنګ د اوبو بندونو د جوړېدو چارې هم روانې دي.

ورته مهال د یادې ولسوالۍ اوسېدونکو د یادې پروژو په جوړېدو خوښي ښودلې او په راتلوونکي کې یې د ورته نورو پروژو د پلي کېدو غوښتنه کړې ده.

هېره دې نه وي، چې د یاد ولایت په پنجوایي ولسوالۍ کې د (یو. ان. ډي. پي) موسسې په مالي ملاتړ ۸۵۲ زره امریکایي ‌ډالرو په لګښت د پنج آب کانال د جوړېدو چارې پیل شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته