کندهار کې د یوه چکډېم د جوړولو چارې پیل شوې

کابل، لړم ۱۵مه، باختر

د کندهار ولایت په خاکرېز ولسوالۍ کې د ۱۷ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه چکډېم د جوړولو چارې پیل شوې دي.

د یاد ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست یوه مسوول د باختر آژانس خبریال ته ویلي، چې دا پروژه د (یو ان ډي پي)موسسې په مالي ملاتړ ترسره کېږي.

نوموړی زیاتوي چې دا چکډېم به د ۷۱ مترو په اوږدوالي، ۵ مترو په سور، او ۱۵ مترو په لوړوالي سره جوړ شي، او چارې به یې په څلورو میاشتو کې بشپړې شي.

د خاکرېز ولسوالۍ اوسېدونکو د دې پروژې په پلې کېدو خوښي څرګنده کړې او له دولت څخه یې په نورو ولسوالیو کې د ورته پروژو د پلي کېدو غوښتنه کړې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته