خبرونهاقتصادټولنهTOP

کندهار کې د چرګانو دانې په تولید کې ډېروالی راغلی

کابل، چنګاښ ۱۳مه، باختر

د  کندهار ولایت  د اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو د یاد ولایت په ۸ کار خونو کې د چرګانو دانو په تولید کې د ۴۵۰ ټنه ډېروالي خبر ورکړی دی.

د یاد ولایت د کرني، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست نشراتي مسوول مطيع الله سعيدي د باختر آژانس خبریال ته ویلي، چې د یاد ولایت په کچه د چرګانو د تولید ۸ کار خونې فعالیت لري، چې په ورځني ډول شاوخوا ۴۵۰ ټنه د چرګانو دانه تولیدوي.

نوموړي په خپلو خبرو کې زياته کړې، چې د یادو کار خونو تولیدات د تېر پرتله لوړ  معیار او کیفیت لري، چې توليدات یې د کندهار تر څنګ نورو ولایتونو هم صادرېږي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته