کندهار کې د فوټسال سیالۍ د ملګري لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې

کابل، د سلواغې ۱۴ مه، باختر
د کندهار د ځوانانو چارو آمریت په هڅو د فوټسال پیل شوې سیالۍ د ملګري لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
په پای لوبه کې د کندهار د بدني روزنې او سپورټ آمر حافظ محمود اغا بشر، د اقتصاد رئیس ملا عبدالسلام بریالي او يو شمېر نورو مسئولينو ګډون کړی وو.
د دغو لوبو په اړه د کندهار د ځوانانو چارو آمرحافظ حمدالله سعید د باخترآژانس خبریال ته وویل، یادې سیالۍ دوه میاشتې مخکې د فوټسال د ۳۲ لوبډلو ترمنځ په وطن لوبغاړي کې پیل شوې وې، چې پای لوبه د شاهین او ملګري لوبډلې ترمنځ ترسره شوه، چې ۷ د ۴ پر وړاندې د ملګري لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته