خبرونهاقتصاد

کندهار کې د شېدو راټولولو ۴ مرکزونه جوړ شول

کابل، د غبرګولي ۱۶ مه، باختر

د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي چې د یاد ولایت په درېیو ولسوالیو کې د شېدو راټولولو ۴ مرکزونه جوړ شوي دي.

د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مطبوعاتي مسوول مطیع الله سعیدي د باخترآژانس خبریال ته ویلي چې یاد مرکزونه د کرنې ریاست په همغږۍ او د افغانستان لپاره د هالنډ کمېټې له لوري د یاد ولایت په ډنډ، پنجوايي او سپين بولدک ولسوالیو کې جوړشوي چې په یو وخت کې له سلو کورنیو څخه د شېدو راټولولو ظرفیت لري.

د یادونې وړ ده، چې یاد مرکزونو ته د یادې کمېټې له لوري د ۱۰۰ زره افغانیو په لګښت ۲۵ قلمه د شېدو راتولولو وسایل هم ورکړل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته