کابل د وږي ۱۵ مه، باختر
د کندهار د کرنې ریاست مسوولینو په دغه ولایت کې د تېر کال په پرتله سږکال د شاتو په تولید کې د دوه برابره زیاتوالي خبر ورکړی دی.
د یاد ولایت د کرنې ریاست مطبوعاتي مسوول محمد حنیف حقمل د باختر آژانس خبریال ته ویلي، چې په دغه ولایت کې د شاتو مچیو ۷۵ څخه ۱۰۰ پورې فارمونه شتون لري، چې سږ کال به ورڅخه د شاوخوا ۸۰ زره کیلو ګرامه شات تولید شي، په داسې حال کې، چې تېر کال کې په دغه ولایت کې ۴۰ زره کیلو ګرامه شات تولید شوي وو.
ورته مهال د یاد ولایت د شاتو د مچیو فارم لرونکي د شاتو د حاصلاتو له زیاتوالي خوښ دي او دولت څخه یې د شاتو د بازار موندنې په برخه کې د مرستې غوښتنه کړې ده.