خبرونهفرهنګTOPټولنه

کندهار کې د احمد شاهي حوض د بیا رغونې چارې بشپړې شوې

کابل، د غبرګولي ۱۳ مه، باختر

د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولینو په یاد ولایت کې د څه باندې ۷ میلیونه افغانیو په لګښت د احمد شاهي حوض د ترمیماتي چارو د بشپړېدو خبر ورکړی دی.

د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي انعام الله سمنګاني د باختر اژانس خبریال ته وویل، چې د احمد شاهي حوض تاریخي آبدې په بیا رغونه د اطلاعاتو او کلتور وزارت له بودجې  ۷ میلیونه ۱۴۰ زره ۲۵۰ افغانۍ لګول شوې دي، چې نن یې د بیا رغولو چارې بشپړې شوې. 

هېره دې نه وي چې یاد تاریخي حوض د کندهار له تاریخي آبدو څخه دی، چې د سپین بولدک ولسوالۍ پورې اړوند رباط سیمه کې موقعیت لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته