کندهار کې تېره میاشت څه باندې ۹ زره جریبه غصب شوې ځمکه بېرته راګرځول شوې ده

کابل د لېندۍ ۲۰ مه, باختر
د کندهار ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۱۲ زره ۶۱۷ جریبه غصب شوې امارتي ځمکه تشخیص او ۹ زره ۶۱۰ جریبه ځمکه یې بېرته را ګرځول شوې ده.
د یاد ولایت د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر مشرۍ لاندې او د غصب شویو ځمکو د رارځولو او د ځمکو د تشخیص او تثبیت تخنیکي هیئت له لوري د تېرې یوې میاشتې په جریان کې د کندهار په مرکز او ۱۹ ولسوالیو کې د ۲۰ زره ۱۱۲ جریبه ځمکو دوسیې برسي شوې، چې له دې جملې څخه ۱۲ زره ۶۱۷ جریبه ځمکه تشخیص او تثبیت او ۹ زره ۶۱۰ جریبه ځمکه بېرته راګرځول شوې ده.
د یادونې وړ ده چې تېره میاشت هم د یاد هیئت له لوري څه باندې ۱۲ زره جریبه غصب شوې ځمکه تشخیص او تثبیت شوې وه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته