کندهار کې بې سرپناه خلکو ته د ښارګوټي جوړولو پروژې لومړنۍ چارې پیل شوې
کابل، د لړم ۲۱مه، باختر
د کور او ښار جوړولو وزارت په کندهار ولایت کې بې سرپنا خلکو ته د ښارګوټي جوړولو پروژې د لومړنیو خدماتي چارو د عملي پیل کېدو خبر ورکړی دی.
یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په دې پروژه کې څلور کیلو مټره سړک، شپږ د اوبو څاګانې، د ښارګوټي عمومي دروازه، ۴ د اوبو پل ګوټي، د اوبو ذخیره، برېښنا، د ساتونکو خونې، تشنابونه او داسې نور شامل دي.
سرچینې زیاته کړه، چې د یادې پروژې د پرانیستې په مراسمو کې د کندهار ولایت کې د کور او ښار جوړولو، د کلیو بیارغونې او پراختیا، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، چاپیریال ساتنې او سیندیزې حوزې رئيسانو او یو شمېر نورو ځايي چارواکو برخه اخیستې وه.
د کور او ښار جوړولو وزارت ډاډ ورکړی، چې د دغه پروژې په بشپړېدو سره به په کندهار ولایت کې د بې سرپناه خلکو د سرپناه ستونزه تر ډېره بریده حل شي.