کندهار; د ۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه سړک د پخولو چارې پیل شوې

کابل, د لېندۍ ۲۰ مه, باختر
د کندهار ښار په ۱۵ ناحیه کې د ۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲,۵ کیلیو متره سړک د پخولو چارې پیل شوې دي.
د دغه سړک د پخولو چارو د پیل په مراسمو کې د کندهار ښاروال ملا حکمت الله اخند د سيمې اوسېدونکو ته د مبارکۍ تر څنګ ویلي چې په دغه ولایت کې به ورته نورې پروژې پلي کړي.
ورته مهال د سيمې اوسېدونکي د ياد سړک پر جوړېدو خوښي څرګندوي او وايي چې ددې سړک په جوړېدو سره نه یوازې د تګ راتګ په برخه کې د دوی ستونزې حل کېږي، بلکې دغه سړک ډنډ ولسوالۍ د ښار د مرکزي نقطو سره هم وصل کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته