کابل، د لېندۍ ۱۸مه، باختر
د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت د کندهار ولایت په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې د ۳۵ کیلومتره سړک او ۴۶ پلچکونو د جوړولو خبر ورکوي.
دغه وزارت ویلي چې د (UNOPS) دفتر په مالي مرسته په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې د ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ۳۵ کیلومترو په اوږدوالي د سړک او د ۴۶ پلچکونو د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
دغه سړک ۶ متره سور لري چې د شاه ولیکوټ ولسوالۍ له توغراک سیمې څخه د زابل ولایت د میزان ولسوالۍ تر دروشک سیمې پورې غځېدلی دی.
یاد وزارت ویلي چې د دغه سړک د کار په جریان کې د نوموړې ولسوالۍ سلګونه تنه اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره شوې وه او په بشپړېدو سره يې د یادې ولسوالۍ د اوسېدونکو ترانسپورټي ستونزې هوارې شوې دي.