کابل، د تلې ۱۲ مه، باختر
د کندهار ولایت د دامان ولسوالۍ په خوشاب سيمه کې د مېلکو په نوم د شید راټولولو مرکز د ۱۰۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د یاد مرکز د ګټې اخیستنې په مراسمو کې د مېلکو کمپنۍ د تازه شیدو د راټولولو مسوول جلال احمد جلال ویلي چې دغه مرکز ته به ۷۰۰ تنه مالداران په ورځني ډول ۱۰ زره کیلو ګرامه شیدې د پروسس په موخه راوړي.
د یاد مرکز په جوړېدو سره د سیمې لسګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.
د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت په حاکمیت سره په ټول هېواد کې د پانګونې ښه زمنیه برابره شوې او ملي سوداګر په ډاډه زړه پانګونه کوي.