کندهار؛ د یوه چکډېم د جوړولو او د ۱۵۰۰ ژورو څاګانو د کيندلو چارې پیل شوې

کابل، د لیندۍ ۲۴ مه، باختر
د کندهار د کرنې اوبولګولو او مالدراۍ ریاست مسوولینو د یاد ولایت په نېش ولسوالۍ کې د ۴۰ زره ډالرو په لګښت د یوه چکډېم د جوړولو او د ۱۵۰۰ ژورو څاګانو د کیندلو خبر ورکړی دی.
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مطبوعاتي مسوول محمد حنیف حقمل باخترآژانس ته ویلي، چې د یاد ریاست په هڅو او د اقتصاد ریاست په همغږۍ د خوړو او کرنې نړیوال سازمان (ایف ای او) په مالي ملاتړ د ۴۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د یاد ولایت په نېش ولسوالۍ کې د یوه چکډېم د جوړېدو او ۱۵۰۰ ژورو څاګانو د کيندلو چارې پیل شوې دي.
حقمل زیاته کړه، چې د یادې پروژې موخه د یادې ولسوالۍ اوسېدونکو ته د کارزمینې برابرول، د باراني اوبو راټولول او د ځمکې لاندې د اوبو کچې لوړول دي.
د یادونې وړده، چې د اسلامي امارت په بریا سره په هېواد کې ورته نورې پروژې هم پلې شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته