کابل، د لېندۍ ۱۳مه، باختر
د کندهار د ټېپ بال کرکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت د بدني روزنې او سپورټ ریاست سره په همغږۍ د ارغنداب ولسوالۍ په میانجۍ کلي کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ ۱۲ اوریزې یو میاشتنۍ سیالۍ پیل شوې.د
د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست ویلي چې د یادو سیالیو پیل لوبه د اسحاق فیروز او بارک کاروان لوبډلو ترمنځ وشوه، چې بارک کاروان لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو په ټاکلو اورونو کې سیالې لوبډلې ته ۸۷ منډې هدف وټاکه چې په ځواب کې یې اسحاق فیروز لوبډله د لوبې په څلورم اور ک. د عزیز احمد د چټکو ۴۲ منډو په ترسره کولو یاد هدف پوره او د سیالیو پیل لوبه یې وګټله.
د یادونې ده، چې د یادو سیالیو موخه کلیوال ځوانان سپورټ ته هڅول، سالمه تفرېڅ او د ورزش پراختیا ښودل شوې ده.