خبرونهټولنهروغتیا

کندز کې ۸ ټنه تاریخ تېره درمل او خوراکي توکي وسوځول شول

کابل، د چنګاښ ۲۱ مه، باختر

د کندز د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، چې په دغه ولایت کې ۸ ټنه تاریخ تېره درمل او بې کیفیته خوراکي توکي راټول او سوځول شوي دي.

د یاد ولایت د خوړو او درملو ملي ادارې آمر قاري جمعه ګل شمسي د باختر آژانس خبریال ته ویلي چې د کندز ښار له بازارانو، هټيو، مارکېټونو او درملتونونو څخه ۸ ټنه تاریخ تېره او بې کیفیته خوراکي او غیر خوراکي توکي او درمل د څو میاشتو په لړ کې راټول شوي وو، چې د ځايي مسوولینو په شتون کې وسوځول شول. 

هغه د کندز له ښاریانو وغوښتل، چې په بازارونو کې د تېر تاریخ، بې‌کیفتیه او غیر معیاري توکو او درملو په لیدو سره، د خوړو او درملو ادارې اړوندو څانګو مسئولینو ته خبر ورکړي؛ ترڅو د یادې ادارې د مسلکي ټیمونو له لوري مشکوک خوراکي توکي او درمل و ارزول شي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دغه ولایت کې د خوړو او درملو ادارې له لوري تر دې مهاله ۱۷۰ ټنه بې کیفیته توکي راټول او سوځول شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته