خبرونهټولنهروغتیا

کندز کې ۴.۵ ټنه تاریخ تېره درمل او خوراکي توکي وسوځول شول

کابل، د لېندۍ ۴مه، باختر
د کندز د خان آباد ولسوالۍ د ښار له دوکانونو، مارکېټونو او دوا پلورنځيو څخه راټول شوي ۴.۵ ټنه تاریخ تېره درمل او خوراکي توکي وسوځول شول.
د دغه ولايت د خوړو او درملو ملي ادارې آمر جمعه‌ګل شمسي باختر آژانس ته وویل چې دا ځل د خان‌آباد ولسوالۍ له ګډ کمېسيون سره یو ځای د څلورو ورځو په ترڅ کې راټول شوي څلور نیم ټنه تاریخ تېره درمل او خوراکي توکي په یوه لرې پرته سيمه کې وسوځول شول.
د یادونې وړ ده چې د کندز خوړو او درملو ملي ادارې مخکې له دې هم په دغه ولايت کې لسګونه ټنه تاریخ تېره درمل او خوراکي توکي سوځولي او دا لړۍ اوس هم روانه ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته