خبرونهاقتصادټولنه

کندز کې څه د پاسه سل زره جریبه ځمکه له غاصبینو را وګرځول شوه

کابل, د لېندۍ ۹ مه, باختر
د کندز سیمه ییزو مسوولینو په دغه ولایت کې له غاصبینو څخه د څه د پاسه ۱۰۰ زره جریبه ځمکې د را ګرځولو خبر ورکړی دی.
د یاد ولایت د مقام رییس مولوي عبدالغفور شهیدزي ویلي چې په دغه ولایت کې د غصب مخنیوي کمېسیون په یاد ولایت کې څه د پاسه ۱۰۰ زره جریبه ځمکه له غاصبینو څخه را ګرځولې او د لا نورو ځمکو د تثبیت او بېرته راګرځولو په هڅه کې دی.
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت په راتګ سره په ټول هېواد کې سلګونه زره جریبه ځمکې له غاصبینو څخه بېرته راګرځول شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته