کندز کې په نشه یي توکو د ۱۸۰۰ روږدو کسانو درملنه شوې

کابل، د سلواغې ۲۳مه، باختر
په کندز کې د افغانستان اسلامي امارت له حاکميت څخه تر دې دمه په نشه یي توکو د ۱۸۰۰ روږدو کسانو درملنه شوې ده.
د دغه ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند قاري جمعهالدین خاکسار باختر آژانس ته وویل چې په مرکز سربېره ۹ ګونو ولسوالیو کې د اسلامي امارت له راتګ وروسته په نشه یي توکو د ۱۸۰۰ روږدو کسانو درملنه شوې او خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.
له بلې خوا د کندز یو شمېر اوسېدونکي وايي، له کومې ورځې چې امنیتي مسوولینو په نشه یي توکو د روږدو کسانو د راټولولو لړۍ پیل کړې ورسره سم د روږدو کسانو په شمېر کې د پام وړ کموالی هم راغلی دی.
ورته مهال په دغه ولایت کې د نشه یي توکو د روږدو کسانو د درملنې کمپ کې مېشت روږدي کسانو د دوی د درملنې برخه کې له ځایي مسوولینو مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې له رغېدو وروسته به بیا دې ناوړه عمل ته مخه نه کړي.