کندز کې په سلګونو بوتله الکولي مشروبات ترلاسه شول

کابل / د غبرګولي ٩ مه / باختر
د کندز د ملي امنيت رياست نن په دغه ولايت کې ٣٢٠ بوتله الکولي مشروبات کشف اوضبط کړل.
باخترآژانس د کندز د ملي امنيت د خبرپاڼې له خولې خبر راکړ؛ د دغه رياست منسوبانو په عملياتو کې ٣٢٠ بوتله الکولي مشروبات د دغه ولايت د امام صاحب د حضرت سلطان ولسوالۍ له مربوطاتو څخه له يو پيکپ موټرڅخه کشف اوضبط کړل.
په خبرپاڼه کې ويل شوي دي د کندز د ملي امنيت منسوبانو يو کس د دغو الګولي مشروباتو د لېږدولو په تړاو نيولى چې په لومړنيو تحقيقاتو کې يې په خپل جرم اعتراف کړى دى.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته